قزاقستان کې د هند سفیر اشوک سجانر ویلي، د افغانستان اقتصادي او زیربنایي بیارغونې په هڅو کې د قزاقستان د فعال ګډون ملاتړ کوو.

د قزاقستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د خبرپاڼې له مخې سجانر زیاته کړې، چې هند د دغه فعال ګډون ملاتړ ځکه کوي چې نوې ډيلي هم د افغانستان لپاره د تخنیکي مرستو په برابرولو کې مهم رول لري.

دواړو لوریو په دغه غونډه کې چې د قزاقستان د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز رابللې وه، د افغان-ټرانس پروژې د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د ونډې پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version