د هرات ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې له یاد ولایت څخه د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کاني ډبرو صادراتي محموله د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدول شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاده محموله د هرات د یوه خصوصي شرکت له لوري صادره شوې او د هرات د صنعتونو خونې په همغږۍ د امریکا متحده ایالاتو بازار ته لېږل شوې ده.چې دیاد ولایت د زنده جان ولسوالۍ د کان تورې ډبرې پکې شاملې دي.
دا اقدام د افغانستان د کانونو د صادراتو د پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو د لاسرسي په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې د بډایه کانونو، مناسب سوداګریز موقعیت او د صنعتي فعالیتونو د پراخ ظرفیت له امله د هېواد د صادراتو په پراختیا کې مهم رول لري.


