الفرد نوبل خپله ټوله شتمني د 1895 م کال د وصیت په اساس د نوبل جایزې لپاره اختصاص کړه او نړۍ یې په یو بل غم واړوله.

دا جایزه یو له جنجالي جوایزو څخه شمېرل کېږي چې له تبعیض او توپیر ډکه پروسه ده، که ووایم چې دا پروسه یو پروژيي شکل اختیاروي نو مبالغه به مې نه وي کړې.

ډېری وخت ناقدانو د نوبل په تړاو خپلې اندیښنې شریکې کړي او ویلي یې دي چې دا د غرب پالنې او هوس پالنې یوه دسیسه ده؛ له همدې امله د نوبل له کمېټې په ګڼ تعداد داوران استعفی ته اړ شوي هم دي.

له 1980 م کال څخه 81 فیصده د نوبل د جایزې وړونکي امریکایان، کاناډایان او غربیان دي.یا به دا جایزه په همدې کچه غربیان وړي او یا به یې د هوس او بد اخلاقۍ له مخې ځینو ښځو ته ورکوي.

لکه په جنسي استفادې باندې تورنه استراليايي لیکواله جرالدمورنین چې د جنسي استفادې له امله د نوبل جایزې ته نومانده شوې وه، ګنې د هغې هم عصره ډېر لیکوال وو چې باید ددې جایزې ګټونکي شوي وای، لکه نګوګي واتینګو، جویس کارول اوټس، توماس پینچن او هاروکي موراکامي.

د نوبل جایزه یوه سیاسي پروژه هم ده چې نور وړ او مستعد خلک به پنځوس کاله مبارزه کوي، بیا به د نوماندۍ نوملړ کې به یې نوم داخلېږي او غربيان به یې په اسانۍ اخلي، لکه لیزه مایتنر اوتریشۍ فزیکدانه 48 ځله کاندیده شوه مګر بیرته به یې نوم له نوملړه لیرې کېده او جایزه یې تر لاسه نه کړه.

همدا ډول د هندوستان د سولې او تبعیض په ضد مبارز مهاتماګاندي پنځه ځله کاندید او بیرته یې نوم حذف شو، د نوبل کمېټې په 2006 کال کې اعتراف وکړ چې دوی له ګاندي سره سلقوي چلند کړی او هغه ددې جایزې حقدار انسان و؛ او دا به د دې کمیټې د 106 کلن مزل تر ټولو لویه تېروتنه وي.

د نوبل جایزه تر ډېره د سولې لپاره مبارزو ته تخصیص شوې، مګر برعکس د ګاندي غوندې سوله خوښوي او په تشدد نه باور لرونکی شخص ترې محرومېږي او هنري کسینجر هغه مهال د سولې جایزه واخیسته چې پر ویتام یې د بمبارد امر وکړ او زرګونه انسانان یې د باروتو او لمبو د اور خوراک کړل چې له همدې امله د دې کمېټې څو غړو کسینجر ته د سولې د جایزې د ورکړې په غبرګون کې استعفی ورکړه.

همدا ډول د امریکا ولسمشر بارک اوباما درې ورځې په سپینه ماڼۍ کې تېرې کړې وې چې د نوبل د سولې جایزه یې واخیستله؛ دا په داسې حال کې وه چې د امریکا په مشرۍ د ناټو عسکرو د افغانستان د مسلمانانو ودونه، خیراتونه، مسجدونه، کلي او بانډې یې تر سور اور لاندې نیولې وې.

د سولې د جایزې بله نومانده د برما ولسمشره ان سانسوچي وه چې د روهینګیا مسلمان اقلیتونه یې په داسې بربریت له تېغه تېر کړل چې په تاریخ کې به یې ساری نه وي.

اوس یې پېغله ملاله د هر سټیج نانځکه ګرځولې، د ټول غرب میډیا لینزونه یې ورته سم کړي او د هرې رسنۍ غټ ټکي همدې ته اختصاص کېږي؛ نوموړې یوازې اسلامي هېوادونه ټارګيټوي او خصوصا افغانستان تر برید لاندې نیسي، بیا د طالبانو د ټکولو لپاره د رسنیو بازار تودوي.

په ملالې برید او په ډراماټیک ډول ورته د نوبل د سولې جایزه ورکول او بیا منظمه اجنډا ورکولو تر شا لویې کیسې، لویې پروژې او لوی لاسونه شته، خو نه پوهېږم چې دا به خبره وي که نه؟ یا ممکن دا هم کېدای شي چې نوموړې د دې لویې پروژې سهیمه وي.

یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version