په لومړي سر کې جمهوریت له لویو نیمګړتیاوو څخه ډک نظام دی، په جمهوریت کې د حکومت اصلي اساسي مرکز معلوم نه وي، واک وېشل شوی وي، ډېره لږه طبقه خلک په حکومت کې ونډه لري، څوک مستقيماً په حکومت کې دخیل وي او چا بیا خپل استازي ټاکلي وي؛ تر ډېره په دغه ټاکنه کې د اقلیت لاس وي، ځکه چې د جمهوري ریاست، پارلمان، شوری ګانو او نورو لویو او کوچنیو څوکیو نوماندانو ته ډېر لږ ولسي خلک رايه ورکوي؛ له ټولو نوماندانو څخه یو کس کامياب اعلانېږي، پاتې نور نوماندان د هغه ملاتړ کوي یا لار جلا کوي، پاتې رایې په کثافاتو کې غورځول کېږي؛ له دې واقعیت څخه څرګندېږي، چې جمهوريت د اقلیت ګټې خوندي کوي او اکثریت محکوم ساتي.
امریکا چې کله په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ ایښوده، په لومړي سر کې یې د دغه نا مشروع نظام د ملاتړ لپاره پخواني جنګسالاران له ځان سره ملګري کړل. د دغه جنګسالارانو فکرونه، تګلارې او حزبونه له یو او بل سره په ټکر کې وو، دوی د قدرت پر سر له یو او بل سره په تصادم او ټکر کې واقع شوي او جنګېدلي وو، د دې جګړو په جریان کې یې لاسونه د ولسي وګړو په وینه سره وو، ابادۍ او ښارونه یې ویجاړ کړي وو، خو دا چې د سیاسیونو په عنوان اقلیت بلل کېده، د همدې نا مشروع نظام مخښکان شول او هر څوک د بهرنیانو د موافقې او د دوی په خوښه ټاکل کېدل.
دا جنګسالاران په افغاني ټولنه کې له وړاندې منفور او رټل شوي و، دوی له خپل منځي جګړو راهیسې کوم سپېڅلی هدف او پلان نه درلود، فکرونه او تګلارې یې د قوميت او عصبیت په لومو کې ایسار شوي وو.
د قومونو د استازولیو لپاره داسې خلک غوره شول، چې له قتل، غلا او وژنو پرته یې بل ارمغان له ځان سره نه درلود. د نظام واک د منفورو خلکو ترمنځ ووېشل شو؛ دغه وېش په شخصي حکومتولیو او د قدرت په جزیرو بدل شو، د افغانستان غرب د اسماعیل خان د سیاست او تګلارې کوربه شو، لوی کندهار د کرزیانو د کورنۍ او جنرال عبدالرازق د فرعونیت ښکار وګرځېد، شمال د عطا محمد نور او عبدالرشید دوستم زمزمو ته لاس تر زنې کښېناست، د مسعودیزم لارویانو بیا د سمتونو په وېش کې ولسوالۍ او درې اخیستې وې، جمعیت بیا مرکزي زون او ځینې ولایتونه سره وېشلي وو، داسې نو هر یو سمت یوې ډلې یا فرد په خپل انحصار کې اخیستی و، جمهوریت یو نظام نه بلکې په لسګونه او سلګونه نظامونه وو، واکونه د شخصي ګټو د حصول زريعه وه او د قدرت په هره جزیره کې بېل سیاست، بېل فکر او حکومت تطبیق کېده.
پرځېدلي جمهوریت په لومړي سر کې داسې ګډ سیاست له ځانه سره نه و راوړی، چې ټول په ګډه کار ورته وکړي.
لکه څنګه چې موږ ته بهتره معلومه ده؛ په پرځېدلي جمهوریت کې، نا اعلان شوي محلي حکومتونه ایجاد شوي وو، همدا محلي او ځايي حکومتونه د جلا، جلا غربي یرغلګرو لخوا اداره کېدل، د نظام له مرکزه به واحد سیاست او واحده تګلاره څنګه تطبیق شوې وای!؟ اصلاً نړۍوال ائتلاف په افغانستان کې همداسې نظام ته زمینه مساعده کړې وه. هر محلي واکمن به د غربي سیاست په رڼا کې د خپلې ګټې لپاره هغه کار کاوه، د کوم چې به یې بادار امر ورته کاوه.
د جمهوریت له مشرانو سره وطن ته ژمنتیا، اسلام ته وفاداري او له ولس سره د مينې نشتون به څنګه د دې باعث شي، چې واحد سیاست ولري!؟ واحد سیاست، د واحدې عقيدې او واحد منهج په نتیجه کې رامنځ ته کېږي، خو دغه منهج او دغه عقيده د جمهوریت مشرانو نه درلوده. د واحد سیاست او واحدې تګلارې نشتون یې له هر څه ښه په بین الأفغاني مذاکراتو کې معلومیږي، دوی تر اخره ونشوای کولای چې خپل ځان د قضیې یو جهت په طالبانو ومني، تر څو د یو جهت په ډول تعامل ورسره شوی وای.
سیاسي شعور یې ټیټ و، تر اخره په دې پوه نه شول، چې موږ د بل چا د جګړې برخه یو، نه یو مستقل جهت؛ دوی نه پوهېدل چې موږ د اجیرانو په توګه جنګول کېږو. همداسې په منزوي حالت کې له سیاست او حکومت څخه ایسته وغورځول شول.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.