دوه څیزونه دي چې انسان حرکت ته اړ باسي او د دې لامل کېږي چې پرېکړه وکړي او هغه عملي کړي:
۱. ایمان او عقیده: کله چې انسان د خپل ایمان او عقیدې پر بنسټ د یوه کار د ترسره کولو پرېکړه وکړي، بې له شکه خپله ټوله وړتیا او هڅه د هغه کار د بریالیتوب لپاره کاروي، له سستۍ، تنبلۍ او لټۍ لاس اخلي. په دې لاره کې له خپل ټول توان کار اخلي او نه په شا کېږي، ځکه دا ډول پرېکړې له پیاوړي ایمان او ټینګې عقیدې څخه سرچینه اخلي، خارق العاده پېښې رامنځته کوي او په لږ وخت کې ډېرې پایلې او نندارې ته وړاندې کوي.
همدارنګه د ایماني او عقیدوي پرېکړو په پایله کې یووالی او همغږي رامنځته کېږي، ګڼ شمېر مؤمنان او د عقیدو واله یې په شاوخوا کې راټولېږي او دغه روښانه ډېوه بله ساتي. د وخت په تېرېدو سره یې ریښې لا پیاوړې کېږي او ورځ تر بلې د حاصل ورکولو پړاو ته نږدې کېږي.
۲. شخصي ګټې: شخصي ګټې په دوو برخو خلاصه کېدای شي:
الف. مقام او منصب
ب. پیسې او شتمني
الف. مقام او منصب: دا هغه مهال رامنځته کېږي چې یو جریان واک ته ورسېږي، د اړتیا او مصلحت له مخې ځینې کسان په بېلابېلو مقامونو او منصبونو وګماري، له هغوی څخه د وسیلې په توګه کار واخلي او تر هغه وخته چې د کار وړتیا او اطاعت ولري، د هغوی د دندو د دوام موده وغځوي.
ب. پیسې او شتمني: دا موضوع تل مهمه ده او ډېر انسانان د پیسو او شتمنۍ د ترلاسه کولو او لرلو لپاره هر کار کوي؛ ځکه پیسې او شتمني د هوساینې ضامن او اړتیاوې پوره کوي.
کله ناکله انسان له مقام او حیثیت څخه لاس اخلي او ځان د محدودیتونو له دېوالونو څخه ازادوي؛ خو هېڅکله ځان د ډېرو پیسو او پراخې پانګې له لرلو بې نیازه نه ګڼي. د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو او د ژوند د پړاوونو د تېرولو لپاره، انسان پیسو او شتمنۍ ته اړتیا لري.
اوس باید دا وارزول شي چې تښتېدلي مخالفین په تېرو وختونو کې، هغه مهال چې د واک او حکومت پر څوکۍ ناست وو، تر کومه بریده په همدې دوو برخو کې ښکېل وو، د پیسو او پانګې د ترلاسه کولو او مقام او منصب ته د رسېدو لپاره یې څومره هڅې وکړې او کوم شیان یې قرباني کړل!
اوس باید دا وارزول شي چې تښتېدلي مخالفين په تېرو وختونو کې، هغه مهال چې د واک او حکومت پر څوکۍ ناست وو، تر کومه بریده په همدې دوو برخو کې ښکېل وو او د پیسو او پانګې د ترلاسه کولو او مقام او منصب ته د رسېدو لپاره یې څومره هڅې وکړې او څه شیان یې قرباني کړل!
لکه مخکې چې وویل شول، کېدای شي انسان د مقام د ترلاسه کولو په لټه کې نه وي؛ خو هېڅکله نه شي کولی چې د پیسو او شتمنۍ له ترلاسه کولو او راټولولو څخه لاس واخلي.
اوس همدا موضوع د دې لامل شوې چې تښتېدلي مخالفین تر بېلابېلو نومونو او پټو عنوانونو لاندې رسنیز فعالیتونه او تبلیغات وکړي. هر یو یې له یوه ګوټ څخه د یوه جریان او ګوند د جوړولو ډولونه وهي، ترڅو ځان د مخالف فکر او اندیشې خاوند وښيي او څه ناڅه ګټه او مالي مرسته ترلاسه کړي.
په همدې توګه، هغه د هیلو وړانګې چې په تېرو وختونو کې د دې مفت خورو او اجیرانو په اړه، په زړونو کې بلې وې، د هغوی د دروغو او چاپلوسۍ د دروغجنې ماڼۍ له نړېدو سره له منځه ولاړې او ټولو خلکو ته څرګنده شوه چې دې اجیرو ډلو د ملت لپاره نه، بلکې د خپلو ګېډو لپاره کار کاوه، ترڅو د دې شریف ملت له پراخ او برکتي دسترخوان څخه ځان ته مال راټول کړي، سره زر غلا او شتمني ذخیره کړي.
سره له دې چې د دوی د باد هوا سړه او د زړونو کورونه یې تیاره شوي او په بېلابېلو هېوادونو کې بې ځایه د ډوډۍ او ځای سوالګر ګرځېدلي دي، بیا هم خپلې طمعې نه کموي. د دې لپاره چې د یوه پام ځان ته راواړوي او له بل سره په خوږو خبرو ځان نږدې کړي، هر کار کوي، ترڅو د شپې ډوډۍ پیدا او د خپلو کورنیو پر دسترخوان دا حرامه مړۍ کېږدي.
همدا طمعه او حرص د دې لامل شوی چې دوی په خپله ویجاړه شوې نړۍ کې هم له دسیسو، توطئو او د یو بل له بدنامولو لاس وانخلي. دوی د ملامتۍ کاسه په د خپلو سرونو ماتوي، په خپل منځ کې په بې پردې توګه حقایق بیانوي او د ملامتۍ بار د بل پر اوږو اچوي.
له دې خړو اوبو د دې هېواد دښمنان هم تر ټولو ډېره ګټه اخلي. هغوی په جاسوسۍ او خیانت ککړه ډوډۍ، د دوی په څېر وږو کسانو ته د خپلو موخو د پوره کولو لپاره برابروي او له هر تښتېدلي مخالف څخه د سوځېدلې مهرې په توګه کار اخلي. کله چې هغه نور د کار وړ نه وي او خپله موخه ترې ترلاسه نه کړي، له ځنډ او شک پرته یې څنګ ته کوي او د نوي موډ په لټه کې کېږي.
دغه ټول لاملونه سره یو ځای شوي او د تښتېدلو مخالفینو ترمنځ یې له بېړباورۍ او تیت و پرکۍ ډک چاپېریال رامنځته کړی دی؛ داسې چې هر یو د ځان لپاره د لاستهراوړنې د ترلاسه کولو په موخه د یوې وسیلې په لټه کې دی. هره ورځ یو رسوا کېږي، بل په خیانت تورنېږي او درېیم یې د رسنیو د نیوکو او خبرو موضوع ګرځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


