د پکتیکا ولایت مقام ویلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په مالي مرسته ګيان ولسوالي کې زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۰۰ کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د ولايت مقام د دفتر رییس محمد ابراهیم اغا ویلي، چې په يادو کورونو ټول پنځه ميليونه او  ۸۰۰زره امريکايي ډالر لګښت راځي، چې هر کور دوه کوټې، اشپزخانه او یو تشناب لري چې جوړېدو لپاره يې، هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ امريکايي ډالر په نغدي ډول ورکړل شوې، څو خپل کورونه پرې جوړ کړي.

ګيان ولسوالي شاوخوا دوه کاله وړاندې يوې زوروې زلزلې ولړزوله چې سلګونه کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ترڅنګ يې، په سلګونه د هستوګنې کورونه هم ویجاړ شوې دي.

د يادو کورونو پر جوړېدو سره به تر ډېره بريده، د ګيان د اوسېدونکو د سرپناه ستونزه حل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، مرستندويه مؤسساتو، او نورو دولتي ادارو په تېرو درې کلونو کې د طبيعي پېښو پر مهال زيانمن شويو خلکو ته په بېلابېلو ولايتونو کې زرګونه کورونه جوړ کړي چې د ځينو چارې نوې پيل ځينې بشپړې او ځينې تر کار لاندې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version