د چین دولتي رسنیو د راپور له مخې، چین د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره (CIA) چې یو وخت یې شهرت درلود، د دې لپاره غندلې چې د جاسوسۍ په فعالیتونو کې د بهرنیو وګړو د ګمارلو پر مهال یې د جاسوسۍ تر ټولو اساسي اصول تر پښو لاندې کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د چین د دولتي امنیت وزارت په یوه بیانيه کې ويلي، چې CIA هڅه کوي د استخباراتي غلا، نفوذ او تخریب له لارې په پرله‌پسې ډول د بیجینګ پر وړاندې اقدامات وکړي او چین محدود کړي.

د چين د دولتي امنيت وزارت زياته کړې:«په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې په ټولنیزو رسنیو کې په چینایي ژبه د ګمارنې ویډیوګانې خپرې کړې دي، چې په ښکاره ډول یې چینایي وګړي د جاسوسۍ فعالیتونو ته هڅولي دي، چې دا د امریکایي استخباراتي ادارو بې‌معنی منطق او وېرېدلی حالات په ډاګه کوي.»

چين همدا راز ويلي، چې په وروستیو کلونو کې د چین د ملي امنیت چارواکو د خلکو د قوي ملاتړ په مرسته د CIA استخباراتي شبکې ته مرګوني ګوزارونه ورکړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version