Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»مسکو: د برید په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي، څلور تنه اصلي عاملین هم پکې دي
    سیمه

    مسکو: د برید په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي، څلور تنه اصلي عاملین هم پکې دي

    صابر افغانصابر افغان23 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د روسیې امنیتي مدیر الکساندر بورتنیکوف ویلي، د مسکو د وروستي برید په تړاو یې ۱۱ تنه نیولي، چې څلور تنه اصلي عاملین هم پکې دي.

    روسي رسنیو ویلي، په پېژندل شوو کې ناصرالدینوف، محمد رسول، اسمونوف ریوازیدین، صفول زاده شوخینجان او نظروف رستم ښکېل دي، چې ټول د تاجیکستان اوسېدونکي دي.

    امنیتي ادارو ویلي، په ټول هېواد کې د یادو کسانو لټون پیل شوی او د هر شکمن کس د نیول کېدو په اړه هم ورته ویل شوي دي.

    تېره شپه د مسکو په کروکس ښار کې په یوه کنسرټ کې شپږو کسانو پر ناستو کې خلکو ډزې پیل کړې، چې تر دې دمه ۷۰ تنه وژل شوي او ۱۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.د یاد برید داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په مسکو کې پرونی برید غندل شوی دی.

    د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو وروستی ترهگریز برید چې د داعش یې پړه اخیستې په کلکو ټکو غندي او دغه ډول بریدونه د ټولو بشري معیارونو څخه سرغړونه بولي.»

    په اعلامیه کې ویل شوي، داعش په افغانستان کې او نړۍ کې یوازې ملکي وگړي په نښه کړي دي.له بل لوري حماس د مسکو وروستی برید غندلی او دغه برید یې ترهگریز برید بللی دی.

    د حماس له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه برید اسرائیلو کړی؛ ځکه اسرائیل او داعش دواړه سره یو دي او د خپلو سیاسي موخو لپاره داسې خونړي بریدونه کوي او د داعش نوم ورته کاروي.

    مخکینۍ مقالهمسکو: د وروستي برید څلور تنه بریدگر پېژندل شوي
    راتلونکي مقاله د خوړ کاڼې که پاسته وای، د صحرا سپیو به وختي خوړلي وو

    مربوطه لیکنې

    رویټرز: د ایران جګړې امریکا له سیاسي، اقتصادي او پوځي فشارونو سره مخ کړې

    29 اگست 2026

    سپاه پاسداران ویلي، ایران سره له همغږۍ پرته هرمز تنګي ته د بېړیو تګ راتګ نه منو

    29 اگست 2026

    الجزیرې د هرمز تنګي د بشپړ ماین‌پاکولو په اړه د ټرمپ ادعا له پوښتنو سره مخ کړه

    27 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 31 اگست 2026

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ: د ډونالډ ټرمپ اداره روانه اوونۍ پر ایران د بانکي بندیزونو نوې مرحله پيلوي

    اسوشېټېد پرېس خبر ورکړی، چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، د ډونالډ…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    30 اگست 2026

    د معیار او کیفیت ادارې رئیس د غالۍ پلورونکو اتحادیې له غړو سره د ستونزو او معیارونو په اړه خبرې کړي

    30 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ: د ډونالډ ټرمپ اداره روانه اوونۍ پر ایران د بانکي بندیزونو نوې مرحله پيلوي

    31 اگست 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    30 اگست 2026

    د معیار او کیفیت ادارې رئیس د غالۍ پلورونکو اتحادیې له غړو سره د ستونزو او معیارونو په اړه خبرې کړي

    30 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،187 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،133 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،250 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.