Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله که د نړيوالو جاسوسي سازمانونو نانځکه!؟ (٢)
    لیکني

    د شر او فساد ډله که د نړيوالو جاسوسي سازمانونو نانځکه!؟ (٢)

    صابر افغانصابر افغان16 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ۴. را(RAW) هندي استخبارات:

    په ۱۹۹۶ کال چې کله په افغانستان کې اسلامي حکومت قايم شو او طالبان ورځ تر بلې د پر پرمختګ په حال کې وو؛ نو هندوستان له دې ويرې چې که په افغانستان کې سرتاسري اسلامي نظام قايم شي، شايد د دوی په هېواد کې هم مسلمانان د اسلامي نظام د قايم کېدو غوښتنه وکړي؛ ځکه يې د شر او فساد ډلې سره مرستې شروع کړې؛ همدا وجه ده چې نه يواځې هندوستان، بلکې پاکستان، تاجکستان، غربي او ډيموکرات هېوادونه هم له اسلامي نظام څخه ويره لري او د همدې ويرې په خاطر د طالبانو مخالف شوي.

    د ۲۰۰۱ ميلادي کال د مارچ په مياشت کې هندي چارواکو ومنله چې له ۱۹۹۶ څخه را(RAW) د شمالي ټلوالې سره کار کوي.د هندوستان مرستې او وسلې د دوشنبې، تاجکستان د هوايي ميدان څخه په کار اخيستلو تر شر او فساد ډلې پوري رسېدلي.

    په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې احمد شاه مسعود نيو ډيلي ته سفر وکړ او د مرستو د لا ډيرولو غوښتنه يې د هندوستان له حکومت او جاسوسي سازمان را(RAW) څخه وکړه.

    ۵. موصاد(Mussad) يهودي استخبارات:

    له ۱۹۹۰ ميلادي کال څخه د سي آی اې(سي آی اې) او را(RAW) جاسوسي سازمان په جامه کې موصاد د شر او فساد ډلې سره اړيکې ساتلې.

    د يهودو د صهيونيستي رژيم جاسوسي سازمان موصاد او د هندوستان جاسوسي سازمان را(RAW) تر منځ د استخباراتي معلوماتو شريکولو تړون شتون لري چې پکې د طالبانو د فعاليتونو څار هم شامل دی.

    موصاد د مسعود او ډلې سره یې مستقیم مرسته نه کوله، بلکې د سي آی اې او را په ذريعه يې ورسره مرسته کوله؛ مسعود په افغانستان کې د يهودو د ګټو د خونديتوب يو د خوښې لوبغاړی وو.

    ۶. واجا(VAJA) ايراني استخبارات:

    په کال ۱۹۹۶ کې چې طالبانو د افغانستان واکمني تر لاسه کړه؛ ايراني جاسوسي سازمان د شر او فساد ډلې حمايت ته ملا وتړله؛ دا چې د شر او فساد په ډله کې ځینې شيعه ګان هم شامل وو او بل د فارسي ژبې او ژبني تعصب په وجه ايران د شر او فساد ډلې حمايت وکړ.

    خو کله چې امريکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ او د شر او فساد ډله د امريکا غلامۍ کې پوره ښکېل شوه؛ نو ايران تر ډېره د شر او فساد ډلې څخه لاس واخيست؛ اما بيا هم د قومي او ژبني تعصب په وجه يې ورسره اړيکې ساتلې؛ روسيې د شر او فساد ډلې ته د وسلو رسولو دنده واجا جاسوسي سازمان ته سپارلې وه.

    ۷. ايس سې اين ايس(SCNS) تاجکستاني استخبارات:

    د احمد شاه مسعود د راپورته کېدو سره بيا تر ننه د قوميت په نامه تاجکستان د احمد شاه مسعود او د ده د زوی احمد مسعود او د شر و فساد ډلې ملاتړ کړی.

    احمد شاه مسعود يو متعصب شخص وو چې د افغانستان له نورو قومونو څخه يې کرکه لرله؛ د ده د همدې قومي او ژبني تعصب په خاطر تاجکستان ورسره ولاړ وو؛ احمد شاه مسعود هم په قوم تاجک او د تاجکستان وګړي هم تاجکان دي؛ اصل کې د احمد شاه مسعود کورنۍ هم له تاجکستان څخه افغانستان ته را مهاجر شوې وه.

    د روسيې په امر هم تاجکستان د شر او فساد ډلې حمايت کاوه؛ ځکه د روسيې وسلې او مرستې د تاجکستان او ايران په لاس د شر او فساد تر ډلې رسېدلې.

    د foreign policy magazine په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې يو راپور خپور کړی؛ په دې راپور کې يې پوره تشرېح کړې چې څنګه او ولې تاجکستان د احمد مسعود او شر و فساد ډلې ملاتړ کوي؟دا چې څه وخت مخکې تاجکستان د شر او فساد ډلې دفترونه په تاجکستان کې وتړل هم د روسيې د فشار په وجه؛ ځکه چې شمالي ټلوالې له داعش خراسان سره لاس يو کړی وو او د شر و فساد ډلې په جامه کې داعش خراسان له پاکستان څخه ماسکو ته ځان و رساوه.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد باميانو هوايي ډګر د ځغاستليکې د اساسي جوړولو کار پيل شو
    راتلونکي مقاله د شر او فساد د لارویانو له لوري تښتول شوي پورونه/قرضونه ا.ا.ا اداء کړل.

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو جبهو د وسلوال مقاومت تصور؛ یوازینی ملاتړی هېواد او بې‌ ځایه تمې

    23 اپریل 2026

    پاکستان پلوه ډلې؛ د سولې او ډیپلوماسۍ د متناقضو روایتونو وړیا مبلغین

    22 اپریل 2026

    د ډیورنډ کرښې په اړه د محقق پاکستان پلوه او بې منطقه دریځ

    21 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 24 اپریل 2026

    د القاعدې پوځي څانګې سومالیا کې د دوو قومونو ترمنځ مرګونې دښمني پای‌ته رسولې

    راپورونه وایي، ختیځه افریقا کې د القاعدې پوځي څانګې “حرکة الشباب المجاهدین” محکمې د سومالیا…

    د بشارالاسد رژيم د پوځ قومندان چې سلګونه سوريايي وګړي یې په شهادت رسولي و، نيول شوی

    24 اپریل 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

    24 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د القاعدې پوځي څانګې سومالیا کې د دوو قومونو ترمنځ مرګونې دښمني پای‌ته رسولې

    24 اپریل 2026

    د بشارالاسد رژيم د پوځ قومندان چې سلګونه سوريايي وګړي یې په شهادت رسولي و، نيول شوی

    24 اپریل 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

    24 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،157 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،094 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،190 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.