د اسد ۲۴مه په افغانستان کې د شل کلن جمهوري نظام د پرځېدو ورځ وه، خو د سنبلې ۹مه بیا هغه ورځ ده، چې پردي اشغالګر ځواکونه له خپلو اجیرو چارواکو سره یو ځای وتښتېدل او له افغانستانه د پخوانیو چارواکو د تېښتې ښکاره پروسه په همدې ورځ پای ته ورسېدله؛ د سنبلې ۹مې دا تاریخي درس پرېښوده چې اشغالګر هر څومره زور ولري، د خپلې ثابتې او واقعي ریښې د نشتون له کبله هلته دوامداره نشي پاتې کېدلای، که هر څومره زر او زور ولري، له ماتې او تېښتې پرته بل انجام نه لري. د سنبلې ۹مه په افغانستان کې یوازې د یوه فصل پای نه و، بلکې د افغان ملت او بهرنیانو لپاره عبرت او د راتلونکې ټاکلو لار خلاصه کړله.
هغه خلک چې ځانونه یې د جمهوریت د چارواکو، د ولس د خادمانو او د ملت د مشرانو په نوم معرفي کړي وو، د سنبلې پر ۹مه یې څرګنده کړله چې له وطن سره یې تړاو یوازې د څو ورځنیو مؤقتي څوکیو، شخصي ګټو او بهرنیو ډالرو تر راتګ پورې محدود و. ولس پاتې و، خو همدا د ولس خادمانو(!) او مشرانو(!) هڅه کوله چې حتی له اشغالګرو ځواکونو وړاندې له افغانستانه پښې سپکې کړي. د سنبلې پر ۹مه ټول هغه افراد چې ځان یې د ولس ساتونکي بلل، د هوايي ډګر پر لور روان وو او د تېښتې لار یې لټوله.
د پردیو په مټ جوړ شوي نظامونه که هر څومره ښکلي نومونه، شعارونه او جوړښتونه ولري، پر افغان ملت واکمني نشي کولی. د سنبلې ۹مه د هغه جګړهمارانو، معاملهګرو او له افغانیت د منکرینو د رسوایي دوام و، چې کلونه یې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر ضد تبلیغ وکړ او په آخر کې بیرته په هماغه پردیو الوتکو کې له هېواد څخه وتښتېدل چې دوه لسیزې وړاندې پکې له اشغالګرو سره یو ځای راغلي وو.
د پرځېدلي جمهوریت افغان خائن چارواکو د اسد د ۲۴مې او سنبلې د ۹مې ترمنځ داسې تاریخي خیانتونه هم وکړل، چې هیڅ کله به یې تاریخ او افغان ملت له خپلې حافظې پاک نه کړي. دوی په ناځوانمردانه ډول د هېواد له ملي شتمنیو سره خیانت وکړ او له بهرنیانو سره اوږه پر اوږه یې د هېواد الوتکې، موټر او نور وسایط تخریب او له کاره وغورځول. د دوی د وطن دوستۍ دعوې دروغجنې ثابتې شوې او په خپله یې افغان ملت ته خپله واقعي څهره وښودله.
د سنبلې ۹مه موږ ته دا پیغام هم راکوي چې هیڅ ملت له خپلو رښتينو ارزښتونو او آزادۍ پرته هېڅکله د عزت خاوند نه شي کېدای. که څوک د پردیو په زور واکمن شي، نو د واکمنۍ ریښې به یې کمزورې وي او په سخته ورځ کې به همدا واکمنان د حساب ورکونې او ولس په خوا کې د پاتې کېدو پر ځای تېښته اولویت ګرځوي او پښې به سپکوي.
د سنبلې د ۹مې یو بل مهم درس دا دی چې راتلونکي نسلونه باید د همدغو تېروتنو د تکرار مخه ونیسي. هېڅ ولس هغه مشران نه زغمي چې د خطر پر مهال وتښتي او د ملت په برخلیک لوبې وکړي. خو په همدې ورځ له چارواکو ولس پاتې و، وطن پاتې و، د خاورې مینه پاتې وه او وتښتېدل، دوی په حقیقت کې د خپل هویت او افغانیت له منلو منکرین وو او د پردیو په غېږ کې یې د پناه اخیستلو لپاره ټولو ارزښتونو ته شا کړله.
د سنبلې ۹مه د پورته مسایلو ترڅنګ، د افغانستان په تاریخ کې له دې کبله هم یو ویاړمنه ورځ بلل کېږي چې له افغانستان څخه وروستی امریکايي عسکر ووت او افغانستان یې پرېښود. بهرني یرغلګر چې افغانستان ته له کومو ارمانونو او هیلو سره راغلي وو او په افغانستان کې یې د جمهوریت په نوم یو دوامداره حکومت غوښت، ټول یې له بشپړ وتلو وړاندې له خاورو سره خاوري شول.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.