څه موده وړاندې د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د «افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې خنډونه» تر سرلیک لاندې یوه غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې د بېلابېلو او له ځینو سیاسي جریانونو سره تړلو کسانو ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د افغانستان د بې ثباتۍ د لاملونو او د سولې د ټینګښت د لارو چارو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شول؛ خو هغه څه چې تر ټولو ډېر د خلکو د پام او غبرګون لامل شول، د لیکوال، سیاسي شنونکي او د مقاومت جبهې د غړي محیيالدین مهدي څرګندونې وې.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ادعا وکړه چې «د افغانیت پروژه پای ته رسېدلې ده» او په بله برخه کې یې افغاني او اسلامي هویت په افغانستان کې د بې ثباتۍ له لاملونو څخه وبلل. دې څرګندونو نه یوازې د عامو خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول، بلکې د پخواني جمهوري رژیم د ځینو اړوندو څېرو له سختو نیوکو سره هم مخ شوې؛ ځکه ډېرو دا خبرې د افغانستان له تاریخي، ټولنیزو او فرهنګي واقعیتونو سره په ټکر کې وبللې.
په حقیقت کې، که په افغانستان کې د سولې او ثبات لاملونه له تعصب، سیاسي موخو او قومي تمایلاتو پرته وڅېړل شي، نو په ډاګه کېږي چې د تېرو څو لسیزو د ناورینونو او ناخوالو ریښې په افغانیت او اسلامیت کې نشو پیدا کولی. هغه څه چې همېشه یې د بې ثباتۍ لپاره زمینه برابره کړې، بهرنۍ لاسوهنې، په پردیو قدرتونو پورې وابستګي، تفرقه اچوونکې تګلارې، قومي اختلافاتو ته لمن وهل، د ټولنې د بېلابېلو قومونو او قشرونو ترمنځ د ټکر او تقابل د رامنځته کولو هڅې دي.
افغاني هویت د افغانستان د ټولو اوسېدونکو ګډ هویت دی. دا هویت د کوم ځانګړي قوم ملکیت نه، بلکې د دې خاورې د ټولو وګړو ګډ هویت دی؛ هغه هویت چې په رسمي اسنادو، نړیوالو اړیکو او د هېواد په تاریخي حافظه کې روښانه او ثابت ځای لري. له همدې امله د افغانیت تر پوښتنې لاندې راوستل، یا هغه له یوه ځانګړي قوم سره تړل، د افغانستان له واقعیتونو څخه د ناسم درک او کمزورې پېژندنې څرګندونه کوي. همدې چارې همېشه د افغانستان د دښمنانو لپاره د ناوړه استفادې او د ټولنیزو درزونو د پراخېدو زمینه برابره کړې او لا یې هم برابروي.
همداراز، اسلامیت د افغانستان د خلکو د هویت له بنسټیزو او نه بېلېدونکو عناصرو څخه شمېرل کېږي. د دې خاورې خلکو، له قومي، ژبنيو او سیمه ییز توپیرونو سره سره، د پېړیو په اوږدو کې د اسلامي باورونو تر سیوري لاندې ګډ ژوند کړی دی. اسلام په افغانستان کې همېشه د قومونو او ټولنیزو ډلو ترمنځ د پیوستون، همغږۍ او یووالي لامل پاتې شوی او د ټولنیز یووالي په ټینګښت کې یې مهم رول لوبولی دی. له همدې امله، اسلامیت د بې ثباتۍ د عامل په توګه معرفي کول د افغانستان د تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو د یوې مهمې برخې له پامه غورځول دي.
د پام وړ ټکی دا دی چې ځینې جریانونه او څېرې، چې ځانونه د افغانستان، آزادۍ او د خلکو د ګټو مدافعین بولي، په ورته وخت کې له افغانیت او اسلامیت سره مخالفت کوي. حال دا چې هېواد پالنه د ګډ هویت له منلو او د خلکو د اکثریت د منل شویو ارزښتونو له درناوي پرته نه یوازې ناشونې ده، بلکې ګڼې پوښتنې هم راولاړوي: څنګه کېدای شي د افغانستان د دفاع ادعا وشي، خو د افغانستان د خلکو تاریخي هویت تر پوښتنې لاندې راوستل شي؟ او څنګه کېدای شي د ملي یووالي خبرې وشي، خو د ټولنې تر ټولو مهم یووالي بښونکي عناصر د ناورین او ستونزو لامل وبلل شي؟
حقیقت دا دی چې د افغانستان بې ثباتي، تر هر څه ډېره د وارد شوو نسخو، تحمیلي پروژو، د بهرنیو قدرتونو د سیالیو او هغو تفرقه اچوونکو سیاستونو پایله ده چې د پردیو د مزدورانو او له هغوی سره د تړلیو کړیو له لوري د خلکو ترمنځ خپاره او ترویج شوي دي. د تېرو څو لسیزو تجربې هم ښيي چې هر کله د افغانستان خلک د خپلو ګډو او اسلامي ارزښتونو پر شاوخوا راټول شوي، د ثبات، همغږۍ او ټولنیز یووالي زمینه لا پیاوړې شوې ده او هرکله چې دغه ارزښتونه تر برید لاندې راغلي او د کمزوري کولو هڅې یې شوې، اختلافات، کړکېچونه او ناورینونه هم ورسره ډېر شوي دي.
بناءً، افغانیت او اسلامیت د سولې او ثبات پر وړاندې خنډونه نه، بلکې په افغانستان کې د یووالي، یو بل منلو او ټولنیز انسجام له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. هغه څه چې نن باید د سولې او ثبات د خنډونو په توګه تر جدي نیوکې لاندې ونیول شي، د خلکو واقعي ملي او دیني هویت نه دی؛ بلکې هغه فکرونه او لیدلوري دي چې په شعوري یا غیرشعوري ډول د افغانستان د هویت د دغو دوو اساسي ستنو د کمزوري کولو هڅه کوي او کړې یې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


