د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ هند ته سفر کړی، ترڅو د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ته لا پراختیا ورکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې نوموړی د سفر پر مهال د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت له چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري او د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ، د تجربو د تبادلې او د مالدارۍ د ودې په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.
د کرنې وزارت ویلي، افغان پلاوی به د هند له یو شمېر کرنیزو مرکزونو هم لیدنه وکړي، ترڅو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې د دغه هېواد له بریالیو تجربو او عصري ټکنالوژیو څخه ګټه واخلي.


