د جیوپولیټیکو او استخباراتي اړیکو تاریخ دا ثابته کړې چې د تمویل کوونکو رژیمونو او نیابتي ډلو ترمنځ اړیکه هېڅکله پر ایډیالوژیکه ملګرتیا یا تلپاتې تړون نه وي ولاړه. بهرني تمویلوونکي یوازې د خپلو ملي او شاوخوا امنیتي ګټو پر بنسټ له دا ډول ډلو سره وخت په وخت اړیکې جوړوي او هغوی د خپلو موخو لپاره کاروي. د دوی په نظر، نیابتي جریانونه د ستراتیژیکو ملګرو په بڼه نه، بلکې د هغه مؤقتي وسیلې په توګه ځای خپلوي، چې یوازې پر مقابل هېواد د لنډمهالي استخباراتي او سیاسي فشار د راوستلو لپاره پکارېږي.
کله چې د استخباراتي تمویلوونکو خپل منځي نړيوال لومړیتوبونه بدل شي، یا له مقابل لوري سره د ګټو نوي توافق ته ورسېږي، نو دا نیابتي ډلې خپله جایګاه له لاسه ورکوي. تاریخ ښودلې چې په داسې حالاتو کې بیا بهرني ملاتړي د ډیپلوماټیکو او استخباراتي اړیکو له لارې دغه ډلې په پټو پرېکړو کې معاملې ته وړاندې کوي او پر سر یې امتیاز اخلي. په مقاومت، آزادۍ او نورو نومونو نیابتي ډلې تمه لري چې تر پایه به د پردي تمویلوونکي دفاعي ډال(وسلې، پیسې او سرچینې) ورسره وي، خو حقیقت دا دی، چې د دوی وجود د دوی د خپلو ارمانونو نه، بلکې د تمویلوونکي د ستراتیژیکو ګټو تابع دی.
همدا راز ملاتړي هېوادونه او سازمانونه هېڅکله نه غواړي چې دا وسلوالې ډلې په خپلواکو، ځواکمنو او ځان بسیا سازمانونو بدلې شي. د دوی کوښښ دا وي چې دغه جریانونه تل د تسلیحاتي، مالي او نورو هر اړخیزو مرستو په برخه کې اړ وساتي، ترڅو په پوره توګه د بهرنۍ قوماندې تر اثر لاندې پاتې شي. کله چې يوه ډله د خپل تمویل کوونکي له تګلارې پښه واړوي، یا د بیې د زیاتېدو سبب شي، نو د بهرني ملاتړي له خوا د مالي او لوژستیکي شریانونو پرې کول د هغوی لومړنی او تېز ګام وي.
له همدې امله د جګړې ټول مالي، بشري، اخلاقي او هر اړخیز زیان یوازې غولېدلي جنګیالي او د هغوی مبلغین پرې کوي او د پردۍ معاملې قرباني کېږي؛ بهرني تمویلوونکي نوي لارې چارې ګوري او په دغسې حالت کې څرګند زیان نه ور اوړي. معمولاً د نیابتي ډلو مشران د خپلو نیابتي ډلو د غولېدلو غړو پر سر امتیازات اخلي، خو د معاملو له تړون، منځپانګي او پایلو بیا جنګیالي نه خبروي. جنګیالي باید پر خپل انجام فکر وکړي او له داسې نیابتي ډلو لاس په سر شي، چې د بهرنیو لوبو قرباني کېږي.
د افغانستان په څېر هېواد کې د جګړې لپاره د پردیو استخباراتي سازمانونو پر ملاتړ تکیه کول له پیله د ناکامۍ نښه ده. هغه ناامنه کوونکي جریانونه چې د ګاونډیو یا ځینو زبرځواکونو له لوري پارول کېږي، باید په دې پوه شي چې یوازې استفاده کېږي، داسې استفاده لکه د شل کلن امریکايي اشغال پر مهال چې استفاده شول، خو په پای کې یې نه یوازې چې ملاتړ یې ترې و نه کړ، بلکې یوازې یې پرېښودل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


