د سیاست په نړۍ کې ستر بدلونونه معمولاً ناڅاپي نه وي، خو دلته د جمهوریت د پرځېدو قضیه دوه اړخونه لري، یو اړخ دا دی چې د هېواد آزادي او د جمهوریت پرځېدل د الله تعالی یوه لورینه وه، ځکه د داسې یو رژیم سقوط د نږدې هر کس له تصور پورته وه، خو بیا هم په چټکۍ وپرځېد؛ بل اړخ دا دی چې د جمهوري رژیم د پرځېدو لپاره عوامل یو ځای کېدل، چې کرار کرار لویېدل، جمهوري رژیم یې د پرځېدو تر پولې ورساوه او د رژیم د پرځېدو تصور یې په واقعیت بدل کړ.
د جمهوريت پرځېدل د میاشتو او کلونو د غلطو پرېکړو، ناسمو سیاستونو او شخصي ګټو د پالنې پایله وه. د افغانستان د شل کلن جمهوري رژیم چټک پرځېدل یوه عادي پېښه نه شو بللای؛ که څه هم ځینې کسان دا د حالاتو یو تصادف ګڼي، خو واقعیتونو ته په کتو دا روښانه کېږي، چې د جمهوریت پرځېدل تر ډېره پر عواملو بناء وو او یا داسې ویلای شو چې د رژیم دننه یو شمېر کړیو که څه هم دا ورځ په سترګو لیدل، خو په شعوري ډول یې د عواملو تقویې ته کار وکړ او بالاخره یې رژیم انجام ته ورساوه.
د دې انجام یو څرګند دلیل په امنیتي ارګانونو کې پر پرېکړو او تغیراتو اغېز او انحصار و. د رژیم لوړ پوړو چارواکو د «اصلاحاتو» په نوم هغه قوماندانان او مسلکي جنرالان له دندو لرې کړل، چې کلونه یې جګړه کړې وه. د هغوی پر ځای داسې بې تجربې افراد په مهمو پوځي پوسټونو کې وګومارل شول، چې په جګړه نه پوهېدل، بلکې په امتیازي ډول یې د جنرالۍ لوړې رتبې ترلاسه کړې وې؛ په دې سره د ټیټ پوړو او نورو عساکرو روحیه خورا کمزورې شوه او د جګړې توان یې له لاسه ورکړ.
د واک ډېر متمرکز کولو هم د جمهوریت په پرځېدو کې رول درلود. په ارګ کې راټول شوي واړه مثلث ټول قدرت پخپلو لاسونو کې واخیست. دوی د دې پر ځای چې له سیاسي بهیرونو، ډلو او ولس سره غښتلې همکاري او ډیپلوماسي وکړي، په ټولنه کې شته سیاسي آدرسونه لا پسې بې واکه کړه. دې چارې د جمهوریت سیاسي ملاتړ لا ضعیف کړ او رژیم یې په پوره توګه یوازې پرېښود.
بله مهمه نکته د ځینو لوړپوړو چارواکو او مالي پانګوالو له هېواده تېښته او بهر ته د پانګو انتقال و. له تېښتې وړاندې بهر ته د پانګو لېږد او د خپل بد راتلونکي لپاره مخکې له مخکې ترتیباتو نیولو یو معلوم پیغام درلود، هغه دا چې چارواکي خپله پر خپل جوړښت بې باوره وو. چارواکو په حقیقت کې د هېوادنیو ګټو پر ځای خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی و او د خوندي کولو لپاره یې له بېلابېلو لارو چارو استفاده کوله.
له کابل څخه د لوړ پوړو چارواکو ناڅاپي تېښتې د دغه رژیم وروستی فصل په داسې ډول پای ته ورساوه، چې له ترخو حقایقو ډک و؛ د دغه حقایقو په اړه، په تېرو پنځو کلونو کې د ارګ له چارواکو نیولې، بیا تر ډېرو ټیټ پوړو چارواکو پورې اعترافونه کړي او یو شمېر غلطۍ یې منلي، خو لا ډېر څه یې پټ کړي او د ولسي قضاوت له وېرې یې چوپتیا اختیار کړې ده.
دې ټولو عواملو، اعترافونو او دلایلو ته په کتو، دې پایلې ته رسېږو چې د جمهوریت پرځېده له پیله د دې جوړښت اټکل شوې پایله وه، خو نه بهرنیانو او نه هم داخلي اجیرانو د دې پایلې په اړه فکر کاوه، بلکې دا یې لا هم نه څېړل چې کوم عوامل به جمهوري رژیم د دغه اټکل رښتیا کېدو ته ورسوي!؟
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


