د پروان ولایت په سالنګ کې د حسیب قوای مرکز په وژل کېدو او د هغه د دیارلس تنه ملګرو په نیول کېدو د دغې ډلې د احتمالي او مخربو پلانونو د عملي کېدو مخه ډب شوه. باوري سرچینې وايي، چې دوی غوښتل یو شمېر تحرکات رامنځته کړي او د ټولنې د وګړو رواني امنیت اخلال کړي، خو مخکې له دې چې خپلو موخو ته ورسېږي، د پېچلو عملياتو په ترڅ کې یې مخه ونیول شوه.
خو د حسیب له وژل کېدو او د دیارلس تنو له نیول کېدو سره سم، د تش په نوم مقاومت جبهه کې دننه او دغه راز په منځنۍ سطحه له نورو جبهو سره اختلافات او بې باوري اوج ته رسېدلې ده. حسیب قوای مرکز چې د مقاومت ډلې د تبلیغاتي ویډیوګانو په جوړولو کې مخکښ و، د دغه ډلې د تبلیغاتي دستګاه لپاره یوه لویه تشه ده، چې په ضمن کې یې د یادې ډلې دننه باور سخت زیانمن کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیاسي او سازماني کچه د تش په نوم مقاومت جبهې پر رهبرۍ او په ځانګړي ډول پر احمد مسعود کلکې نیوکې شوې دي، چې خپل ماما یې پاکستان ته د استازي په توګه معرفي کړی او جبهه یې کورنۍ کړې ده. د حسیب له وژل کېدو سره د دغه ډلې غړي ناخوښه شوي او په دې باور دي چې د ډلې دننه د شفافیت نشتوالی، انحصاري کړنې او انډیوالیزم به د دغه ډلې نور هغه غړي هم قرباني کړي، چې د تحرکاتو لپاره د پاکستان او نورو هېوادونو څخه هېواد ته را لېږل کېږي.
د تش په نوم مقاومت ډلې د غړو باور دا دی، چې احمد مسعود پاکستان ته د استازي په توګه د خپل ماما په معرفي کولو سره، په دغه هېواد کې د مېشتو او نورو هغه غړو له سرنوشت سره لوبې کوي، چې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د پاکستاني پوځي رژیم له خوا روزل کېږي.
بل خوا، د مقاومت، آزادۍ، متحدې او نورو تش په نوم جبهاتو ترمنځ د پاکستاني پوځي رژیم د ملاتړ پر سر ګڼ شمېر شخړې او اختلافات پیدا شوي دي، چې له امله یوه ډله هڅه کوي د بلې ډلې مخه ونیسي او د تبلیغاتي او سیاسي فشار لپاره تر نورو ډلو ډېره د پوځي رژیم لپاره وکارول شي. دغه اختلافات وړاندې هم څو ځله د نورو هېوادونو او استخباراتي سازمانونو د ملاتړ پر سر ډېر شوي و، چې له امله د یادو ډلو ځینې غړي په مرموز او څرګند ډول وژل شوي دي.


