رویټرز خبر ورکړی، چې د امریکا ځانګړو استازو سټیو ویټکوف او جېرد کوشنر په کېیف کې له ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي سره د روسیې ـ اوکراین جګړې د پای ته رسولو او د سولې خبرو د بیا پیل په اړه خبرې کړې دي. دا لیدنه د مسکو له سفر او له روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د دوی تر درې ساعته خبرو وروسته ترسره شوې ده.
د راپور له مخې، امریکایي استازو د مسکو په خبرو کې د مطرح شویو نویو نظرونو په اړه خوشبیني ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ درېاړخیزې خبرې بیا پیل شي. زېلېنسکي هم د کېیف ناسته «خورا مهمه» بللې ده.
رویټرز زیاتوي، چې د سولې د هڅو ترڅنګ د اوکراین امنیتي اړتیاوې او د ژمي لپاره د پوځي او انرژۍ ملاتړ هم د زېلېنسکي او امریکایي استازو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وو؛ خو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې تر اوسه کومه لویه هوکړه نه ده شوې.


