عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې وزارت د خوړو او درملو د مرستیال، مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ تخنیکي پلاوي هند ته سفر کړی او د یاد هېواد د بېلابېلو ادارو له استازو سره یې ناستې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې ناستو کې د همکاریو د هوکړهلیکونو پر نهاييکېدو، د هندي درمل جوړوونکو کارخونو پر ارزونې او خوراکي توکو د وارداتو په اړه خبرې شوې دي.
پاکستان سره تر لارو تړل کېدو او له دې هېواده د درملو پر وارداتو له بنديز وروسته، له هند څخه افغانستان ته د درملو واردات زيات شوي او د روغتيا برخې همکاريو پراختيا موندلې.


