د ایراني ناول لیکونکي «امیر عشیري» په ناولونو کې مې د جاسوسۍ ډیرې نادرې کیسې ولوستې؛ د یادو کیسو په کرکټرونو کې یو ډول یې د څو اړخیز جاسوس کرکټر وو چې لیکوال په خورا هنر سره لوبولی وو.
ما چې به کله د څو اړخیز جاسوس رول لوست نو په افغاني تاریخ کې مې د دې ډول شخص پیدا کولو یو نادره تلوسه پیدا شوه چې پلټنه مې وکړه داسې څوک را وخوت چې له کلونو یې ځینې کسان ملي اتل او ملي شهید یادوي.
هوکې!
دا هماغه احمدشاه مسعود ده، چې تل یې خپل دیني او ملي ارزښتونه د پردیو په پښو کې یوازې د یو څو ډالرو په مقابل کې وغورځول چې بیا یې زامنو هم دا عمل په افتخار ترسره کړ/کوي، هوبهو لکه له پلار څخه چې په میراث ورته پاتې وي.
مسعود د افغانستان یو تاجک ټبره تبعه وو چې په ۱۳۳۲ ه ش کال د پنجشیر ولسوالۍ په جنګلک کلي کې زېږېدلی وو؛ هغه په کابل کې د استقلال لیسې ته شامل شو چې هغه وخت یې استادان او کارکونکي فرانسویان وو ځکه نو مسعود د خپل لومړني بادار نمک خور شو.
فرانسې د خپلو ګټو د تأمین لپاره یو نظامي او سیاسي مسعود غوښت په همدې خاطر یې هغه تحریک کړ چې پوځي پوهنتون ته شامل شي؛ خو د ورور په وینا یې د کورنۍ غړو اجازه نه ورکوله.
مسعود د کابل پولیتخنیک پوهنتون دوه کاله ولوست او نور یې خپله هغه مبارزه پیل کړه چې نه یوازې خپل حیثیت یې له لاسه پکې ورکړ، بلکې خپل هیواد ته یې داسې ټکان ورکړل چې رغېدل به یې پېړۍ وخت ونیسي.
مسعود د ځان مطرح کولو ډیره ښه موقع وموندله، په افغانستان شورویانو یرغل وکړ او ولس یې په وړاندي جهاد پیل کړ، مسعود د دې لارې لاروی شو؛ خو دا چې له وخته یې لا یو بهرنی تمویلونکی ځواک(فرانسه) تر شا درلوده نو خورا ژر د شهرت تر پوړیو ورسېد؛ آن دومره مشهور شو چې د نړیوالو استخباراتو پام یې ځانته واړاوه.
دلته نو د مسعود څو بُعدي شخصیت پیل شو؛ امریکا په دې وخت خپل نړیوال رقیب(شوروي) د ماتېدلو په درشل ولید، سمدستي یې د پاکستان له لارې د ځینږ مجاهدینو تمویل ته ملا وتړله، هر ډول همکارۍ یې ورسره وکړلې؛ ځکه دوی غوښتل له همدې ځایه شوروي وځپي او پر ځای یې ځان همدلته مېشت کړي تر څو د مسلمانانو د یو قوي هیواد د لاندې کولو امتیاز د دوی په نوم ولیکل شي.
سي آی اې(CIA) د خپلې ژورې پالیسۍ په واسطه غوښتل د شورویانو له ماتې وروسته د افغانستان حکومت مکمل په خپل لاس کې واخلې، ځکه یې د ځینو مطرحو شخصیتونو ځانګړی ملاتړ کاوه، د هغو له جملې څخه یو یې مسعود وو.
مسعود دلته خپل دوهم بادار وموند؛ خو دا بادار یې تر مخکیني هغه ډېر موثر وو؛ CIA د مسعود ښکاره او ډېر ملاتړ کاوه، د هغه لپاره یې ځانګړي اسلحې، ډيرې پیسې را وړلې، آن تر دې چې مسعود د دوی په پیسو د ځان لپاره یو مجهز پوځ جوړ کړی وو؛ CIA غوښتل د مجاهدینو له بریا وروسته د افغانستان په حکومت کې پراخ نفوذ وساتي، په همدې خاطر یې د نوي حکومت لپاره رباني ولسمشر او مسعود دفاع وزیر وټاکه.
کله چې شورویانو د مسعود انعطاف پذیر شخصیت ولید؛ نو د مسعود ډلې ستراتیژیک موقعیت، په مقابل لورې کې نفوذ پیدا کولو او مادیت پرسته مسعود مصلحتونو ته په کتلو یې د مسعود خپلولو هلې ځلې شروع کړې چې ډیر ژر د بریالیتوب سټاپ ته ورسېد.
شورویانو د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له مسعود سره اوربند وکړ او په ډاډه زړه یې پلازمینې ته اکمالات کول، ځکه مسعود هغه وخت د سالنګو شاوخوا فعالیت کاوه او همدا سالنګونه وو چې شورویانو د درست افغانستان پوځونو ته ترې اکمالات کولای شول.
مسعود یو څو اړخیز جاسوس له ځان جوړ کړ، خو نتیجه یې دا شوه چې ځان یې د تاریخ په پاڼو کې په غدار ثبت کړ، ملت په خاصه توګه پښتنو ته یې قاتله څهره وښوده او د هیواد لپاره یې یوه داسې کورنۍ میراث کړه چې تل به د شر او فساد کړنې ترسره کوي او خپلو پلرني بادارانو ته به وفادار پاتې کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.