د لبناني رسنیو د راپورونو له‌مخې د لبنان د پوځ مشر جوزف نن پنجشنبه د دغه هېواد د پارلمان له خوا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی.

عون د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وينا کې ژمنه کړې، چې سویلي لبنان او د هېواد نورې ویجاړې شوې سيمې به بیا ورغوي او پر دغه هېواد د صهیونیستي رژیم د بریدونو مخنیوی به وکړي.

د يادونې وړ ده چې لبنان له تېرو دوو کلونو راهیسې ولسمشر نه درلود.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version