Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې تاوتريخجن لاریونونه نن پنجشنبې ورځ هم دوام لري
    سیمه

    د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې تاوتريخجن لاریونونه نن پنجشنبې ورځ هم دوام لري

    عمران آغاعمران آغا11 جون 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    راپورونه وایي، چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې نن پنجشنبه هم لاريونونه دوام لري، د راولاکوټ په سیمه کې نن سهار هم ډزې شوې دي او فضا خورا کړکېچنه ده.

    ‏ویل کېږي، چې د پاکستاني رژيم د پوځ او لاریونوالو ترمنځ په نښتو کې د وژل شویو شمېر ۱۵ کسانو ته رسېدلی دی.

    دغه اعتراضونه چې لاریونوالو د خپلو سیاسي او ټولنیزو غوښتنو د مطرح کولو لپاره د روانې اونۍ په پیل کې شروع کړي، په تاوتریخوالي اوښتي او ګډونوال د حقونو، عدالت او ازادۍ غوښتنې مطرح کوي.

    د لاریونو غوښتنه د «جمو او کشمیر جواینټ عوامي کمېټۍ سیاسي تنظیم» کړې ده، چې د حکومت له لخوا پرې بندیز لګول شوی او ۳۱ غړي یې هم نیول شوي دي.

    د معلوماتو له مخې دغه لاریونونه ورو ورو په پراخېدو دي. احتجاج کوونکي وایي چې د خپلو حقونو تر منل کېدو پورې به احتجاج ته دوام ورکړي.
    ‏
    د کشمیر حکومت یې د ځپلو لپاره خپلې تاوتریخجنې هڅې پیل کړي. ویل کېږي چې د لاریونونو د کنټرول لپاره پر اعتراض کوونکو باندې مخامخ ډزې کېږي، هلته انټرنېټ، قطع شوی. لویې لارې، بازارونه او هټۍ تړل شوي او خلکو ته له کورونو د بېرون وتلو اجازه نه ورکول کېږي.

    د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د کشمیر حکومت دې د وضعیت د ارامولو لپاره له زور کارولو ډډه وکړي او د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي.

    ‏دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال پاکستان تر بل هر وخت د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ژور کړکېچ سره مخامخ دی.

    بلخوا، پرون ورځ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير په مظفر اباد کې د پوځ یوه الوتکه د تخنيکي ستونزې له امله نسکوره شوه.

    په دې پېښه کې د الوتکې ټول پرسونل چې ۲۱ تنه وو، هلاک شوي. په هلاک شویو کې دوه پيلوټان، ۶ جګپوړي پوځي غړي او پاتې یې نظامي افسران او سرتیري وو.

    ‏دا په داسې حال کې ده، چې د کشمیر روان اعتراضونه د پاکستاني رسنیو د خبرونو برخه نه دي او پر رسنیو بندیز لګول شوی، چې د دغه لاریونونو د نشر څخه ډډه وکړي.

    مخکینۍ مقالهد ایران په زندانونو کې ۴۰۸ افغان بنديان افغانستان ته سپارل شوي
    راتلونکي مقاله ټرمپ د امريکا له کانګرس غوښتي چې سمدستي د ۳۵۰ ميليارده ډالرو پوځي بودجه تصويب کړي

    مربوطه لیکنې

    ایران پاکستان ته د ګازو صادرات ودرول

    24 اکتوبر 2026

    ايران د امريکا د بريد د تکرار په صورت کې د مخابراتي کيبلونو د په نښه کولو ګواښ کړی

    24 اکتوبر 2026

    سپاه پاسداران وايي امريکايي ځواکونه له هرمز تنګي څخه ۷۰۰ کيلومټره لرې شوي

    23 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 24 اکتوبر 2026

    ترکيه کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان د کډوالو او بهرنیو…

    غزه کې د اوربند له پیل راهیسې اسرائیلي رژيم له ۱۴۰۰ ډېر فلسطینیان شهيدان کړي

    24 اکتوبر 2026

    د استخباراتي لوبو ماتې؛ د میراثي رهبرۍ او انحصاري جبهې ترخې پایلې

    24 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

    24 اکتوبر 2026

    غزه کې د اوربند له پیل راهیسې اسرائیلي رژيم له ۱۴۰۰ ډېر فلسطینیان شهيدان کړي

    24 اکتوبر 2026

    د استخباراتي لوبو ماتې؛ د میراثي رهبرۍ او انحصاري جبهې ترخې پایلې

    24 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.