د لوگر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شپږو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي.

د لوگر له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې ودانۍ هغو ښوونځیو ته جوړېږي چې تر دې مهاله یې ودانۍ نه لرلې.په خبرپاڼه کې د لوگر د مرستیال والي محمد انور دین‌پرور له قوله ویل شوي، چې د هېواد د پرمختگ یوازېنۍ لاره د هېواد په ټولو برخو کې د پوهې او ساینس پراختیا ده.: «افغانستان به هغه مهال پر ځان بسیا شي چې په هره څانگه کې د علم‌خاوندان وروزل شي او خلک د خپلو اولادونو د روزنې په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.»

نوموړي له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د یادو ښوونځیو په جوړولو کې پوره اخلاص وکړي.: « دا ښوونځي د پوهنې ریاست د پرله‌پسې غوښتنو او هلو ځلو په پایله کې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د ملگرو ملتونو د ماشومان ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ د HHOA موسسې په همکارۍ د شاوخوا ۷۲ مېلیونه افغانیو په لگښت د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.»

د لوگر د پوهنې رئیس عبدالرحمن حمیدي د یادو ښوونځیو د بنسټ ډبرې د ايښودو په مراسمو کې وویل، په جوړېدونکو ښوونځیو کې په مرکز پل‌علم کې د پښتون‌اباد، ده‌مغلان، بي‌بي عایشې، احمدجان او کمال‌خېلو او په محمدآغې ولسوالۍ کې د صالح محمد ښوونځي شامل دي.

نوموړي وویل، یاد ښوونځي به په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او هر یو به یې شپږ درسي ټولگي، یوه اداري خونه احاطوي دېوال، د لاس مینځلو ځایونه، د لمريزې برېښنا سیستم او مبرزونه ولري. : «ښوونځیو په جوړېدو سره به د شاوخوا ۱۰ زره زده‌کوونکو د سرپناه نشتون ستونزه هواره او هم به ورته د زده‌کړو لازم او خوندي چاپېریال برابر شي.»

د یادونې وړ ده، چې د لوگر د پوهنې ریاست دا مهال په مرکز او ولسوالیو کې ټول ټال ۲۸۲ ښوونځي لري، چې ۸۲ ښوونځي یې لاهم ودانۍ نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version