د سوت چینه مارننګ ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان کې مېشت د چین سفارت له خپلو اتباعو غوښتي، چې د بریدونو د ګواښ له امله دې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د يادې ورځپاڼې راپور همدارنګه زياتوي چې چین پر پاکستان غږ کړی چې په دغه هېواد کې د مېشتو چیني اتباعو امنیت دې وساتي.

چين په خپلو اتباعو دا غږ وروسته له هغې کوي چې د تېرې یکشنبې پر ورځ (د اکتوبر ۶مه) د پاکستان د کراچۍ ښار هوايي ډګر بهر د چينايي انجنيرانو په کاروان ځانمرګي برید کې دوه مهم چینايي انجنيران ووژل شول او تر دېرشو ډېر پاکستانیان ټپیان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version