د ملي امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د هر خپلواک او د ملي ارادې خاوند حکومت لومړنۍ او اساسي دنده ده. د افغان هوايي ځواک لخوا له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش ډلې او د پاکستاني رژیم تر لاس لاندې شریرو اربکیانو پر مرکزونو وروستي دقیق ډرون بریدونه، د افغانستان د پوځي ځواکمنتیا، پرمختللې کشفي وړتیا او اوپراتیفي برلاسۍ یو ښکاره او کم ساری ثبوت دی. دا بریدونه په ډاګه کوي چې افغان ځواکونه د دښمن د ځپلو لپاره پوره وړتیا لري.
دا بریدونه چې د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان، د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل په شکر آب او د خیبر پښتونخوا په قمبرخېلو کې ترسره شول، په مستقیم ډول یې د هغو شریرو عناصرو مرکزونه ویجاړ کړل چې د بهرنیو استخباراتي کړیو په مرسته یې په افغانستان کې بریدونه پلانول. دا پرېکنده پوځي اقدام نه یوازې یو ستراتیژیک پرمختګ او لویه نظامي بریا ده، بلکې د هېواد دښمنانو ته یې دا روښانه پیغام ورکړ چې د افغانستان د ثبات پر وړاندې به هر ډول تهدید په نطفه کې له منځه یووړل شي او د افغانانو وینې بې ځوابه نه پاتې کېږي.
له بده مرغه، د دې پر ځای چې دا ډول پوځي او دفاعي لاسته راوړنې د ټولو افغان لوریو لخوا وستایل شي، د متحدې جبهې او مقاومت جبهې په څېر د افغان حکومت مخالفو کړیو د تل په څېر یو ځل بیا د پاکستان د پوځي رژیم په ننګه او پلوۍ شرموونکی دریځ خپل کړی دی. د دغو ډلو مشران چې له هېواد بهر په اروپایي هېوادونو کې په خپلو مرفه استوګنځایونو کې اوسېږي، له افغان حکومت سره د عقدې پالنې او سیاسي مخالفت له امله دومره ړانده شوي، چې په ډېرې بې شرمۍ سره د افغانستان د دښمنانو په دفاع کې اعلامیې خپروي او دا بریا غندي.
د دغو مخالفو ډلو لخوا د پښتونخوا او بلوچستان د یو شمېر سیمو د پاکستان د رسمي برخې په توګه یادول او هلته د داعش او اربکیانو د مرکزونو ویشتل بې باکه عمل بلل، د دوی په زړونو کې د نفاق او د پاکستان له پوځي رژیم سره د دوی د ژورې خواخوږۍ ښکارندویي کوي. دوی د دښمن د نظامي غبرګون په وېره اچولو سره هڅه کوي چې د افغانستان دا تاریخي بریا او ځواکمنتیا کم ارزښته ښکاره کړي، چې دا په خپله پردیو استخباراتي لوبو ته د مشروعیت ورکولو په معنی ده او د هېڅ رښتیني افغان لپاره د زغم وړ نه ده.
د مقاومت او متحدې جبهې مشران او ویاندویان په داسې حال کې د پاکستان پر ضد شوی برید تېری بولي او د سیمې د هېوادونو د ګټو د خوندیتوب غوښتنه کوي، چې د هېواد په داخل کې د دغو شریرو ډلو لخوا د ملکي افغانانو پر بمبارولو او وژلو تل ګونګي او چوپ پاتې شوي دي او یا یې په ځینو مواردو کې ستاینه کړې ده. د دوی دا دوه ګونی او هېواد دښمنه چلند دا ثابتوي چې د دوی شعارونه دروغ دي او د خپل هېواد د پوځي برلاسۍ په لیدلو د خوښۍ پر ځای، د پوځي رژیم د ګټو د خوندیتوب لپاره د چاپلوسۍ اوښکې تویوي.
د افغان هوايي ځواک دغه مېړنی او بریالی برید د تاریخ په پاڼو کې د یوې لویې پوځي بریا په توګه ثبت شو، چې له کرښې هاخوا یې د هېواد د دښمنانو مرکزونه لړزولي دي. خو د مخالفو ډلو دا پاکستان پالی او غلامانه دریځ به هم د تاریخ په تورو پاڼو کې د یو تلپاتې داغ په توګه پاتې شي، چې د دوی حقیقي څېره یې افغان ولس ته نوره هم بربنډه کړه. هر هغه څوک چې د پردیو استخباراتو د شومې اجنډا د سپیناوي لپاره کار کوي، هغوی د افغان ولس په وړاندې ذلیل او رسوا دي او د دوی دا ډول هڅې به هېڅکله د افغان ځواکونو د بریاوو مخه ونه نیسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


