په دې وروستیو کې د پاکستان تر ملاتړ لاندې څو تنو امن اخلالوونکو هڅه وکړه چې سیمه ناامنه کړي، خو هڅې یې شنډې او له خنډ سره مخ شوې، خو دا پېښه د افغان حکومت د مخالفینو ترمنځ د اختلاف او درزونو د پراخېدو لامل وګرځېده. د احمد شاه مسعود پخواني ملګري او د فدرالي افغانستان غوښتونکي عبدالطیف پدرام وروستیو څرګندونو د افغان حکومت د مخالفو وړو ډلو ترمنځ، خپل منځي بې باوري، اختلاف او درز په روښانه توګه نندارې ته وړاندې کړ. نوموړي په ډاګه ویلي، چې پر بهرنیانو د تکیې له لارې او اروپا څخه د افغانستان آزادي نه شي ترلاسه کېدای. دې څرګندونو په اصل کې دا حقیقت روښانه کړ چې دا ډلې له هېواده بهر یوازې په حاشیو کې واقع دي.
د پدارم څرګندونو ثابته کړه چې بهر مېشتي مخالفین آن پخپله پر یو بل باور نه لري او نه شي کولای په واقعي ډګر کې کوم مثبت او بدلون راوستونکی ګام اوچت کړي. همدارنګه د پدارم له خوا د بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان پر مرستو او لارښوونو د تکیې اعتراف د دغو مخالفو ډلو خپلواکي او حیثیت په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې راوست. پدرام پر دې واقعیت اعتراف وکړ چې د آزادۍ جبهې محدود بریدونه د پاکستان تر واک لاندې چترال سیمې څخه تنظیمېدل او دا ډول حرکتونه له بهرنیو استخباراتي حلقو سره تړل شوي وو. په افغاني ټولنه کې پر ګاونډیانو او په ځانګړې توګه پر پاکستان تکیه تل خورا منفوره ثابته شوې، چې د دغو کمزورو تحرکاتو په لیدلو، مخالفین د خلکو په افکارو کې لا ډېر منفور شول.
په عین حال کې په بدخشان کې د مخالفینو د تشو تبلیغاتي فعالیتونو او غوغا ماهیت په بشپړ ډول افشا شو. د بدخشان په زېباک او نورو سیمو کې د افغان حکومت د مسؤلینو فعال حضور او آن د پدرام اعتراف وښودله چې د بدخشان په زېباک ولسوالۍ او نورو سیمو کې هیڅ کومه د پام وړ نښته نه وه رامنځته شوې او وضعیت بالکل ارام و. د مخالفینو خپرې شوې ادعاوې بې بنسټه دي او د رسنیز پام د جلب په موخه د ځینو عربي هېوادونو د جګړو ویډیوګانې خپروي.
پر دغو ماتې خوړلو ډلو او سیاسیونو د عامو خلکو ژوره بې باوري له لرې ښکارېده، خو د مخالفینو له منځه د پدرام اعتراف لا روښانه کړه او ویې ویل، چې ولس پر آزادۍ جبهې او مقاومت جبهې باور نه لري. دا اعتراف د دې څرګند دلیل کېدای شي چې نه یوازې افغان ولس، بلکې پخپله د مخالفینو دننه کلیدي کسان هم له تبلیغاتي ډرامو ستړي شوي او له پردیپالو او نیابتي هڅو څخه سخت بېزار دي. د مخالفینو لویې تبلیغاتي هڅې بیرته د دوی له منځه رد او شنډېږي.
که واقعیتونو او د لطیف پدرام وروستیو څرګندونو ته وکتل شي، پخپله د دغو نیابتي ډلو پاشلی، کمزوری او پر بهرنیو مستقیمو مرستو ولاړ حالت د دوی غلامي او انشعاب په ډاګه کوي. له پاکستانه د بې اغېزو بریدونو طرحه کول، بې نتیجې رسنیزو تبلیغاتو او د ولس لخوا د دوی په وړاندې قاطع غبرګون داسې واقعیت رامنځته کړ چې دا ډلې د افغان حکومت د ثبات لپاره هیڅ ډول متوجه ګواښ نه ګڼل کېږي او مبارزه(!) یې یوازې په بهرني مادي او استخباراتي توښې پورې تړلې ده.


